په ننګرهار کښې د داعش ډلې کسان اووژل شول

0
218

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان دولتي رسنۍ باختر یو خبر ورکړې چې په ننګرهار کښې د داعش ډلې درې کسانو وژل شوي دي. دا کسان د جلال آباد په اخوندزاده علاقه کښې وژل شوي دي.
د پاکستان یو وتلې پښتون خبریال طاهر خان دا خبر په خپل ټویټر پانړه خپور کړې دې، د رپورټ مطابق د داعش ډلې کسانو په اړه نور تفصیلات نه دې شریک کړي. یاده دې وي چې په دې لنډو ورځو کښې په طالبانو شوي بریدونو پړه د داعش ډلې په خپله غاړه اخستې وه.

Leave a reply