پاکستان په هرفورم په افغانستان کښې د امن لپاره آواز پورته کوي: قریشي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیرخارجه شاه محمود قریشي په خپل ټویټر پانړه داسې خبر ورکړې چې په نیویار کښې ددوی په مشرۍ کښې د پاکستان وفد د یورپي اتحاد نماینده سره ملاقات کړې دې.
قریشي وایی چې د یورپین یونین د بهرنیو چارو او امنیت نماینده جوزپ ته ی ور په ګوته کړې چې امن د افغانستان او د افغانستان سره په چارچاپیره علاقه کښې څومره ضروري دې.
یاده دې وی چې قریشي د پاکستان د طرف نه د ملګری ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۶ غونډه کښې د شرکت کولو لپاره په امریکا کښې دې، دا غونډه به تر ۲۷ ستمبر جاري وي.
قریشي په دې غونډه کښې د شرکت سره سره په نیویارک کښې بیله بیلو مغربی هیوادونو او د ملګري ملتونو چارواکو سره لیدلي او د افغانستان او د کشمیر په مسله ی ورسره ټینګار کړې دې. د رپورټونو مطابق قریشي ورته په ډاګه کړې چې په افغانستان کښې امن او د پاکستان د کشمیر سره مسله هواریدل د وخت ضرورت دې او دوی ستونزو په هوارولو سره به دا خطه د جنګ نه بچ شي.
Good to meet with @JosepBorrellF on the sidelines of #UNGA today on the latest developments in Afghanistan and bilateral cooperation. A peaceful and stable #Afghanistan is of critical importance for Pakistan and the region. pic.twitter.com/u7ywUg4am6
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) September 22, 2021






