شاه محمود قریشي: له اقتصادي پلوه قوي پاکستان دسیمه ییز ثبات لپاره لپاره مهم دی
شاه محمود قریشي: له اقتصادي پلوه قوي پاکستان د سیمه ییز امنیت لپاره مهم دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیذ شاه محمود قریشي امریکا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې له اقتصادي پلوه پیاوړی پاکستان د سیمه ییز امنیت لپاره مهم دی، نوموړي همدارنګه په امریکا غږ وکړ چې که افغانستان یوازې پرېښودل شي یو ځل بیابه په ترهګریز میدان بدل شي.
(2021 / 9 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیذ شاه محمود قریشي امریکا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې له اقتصادي پلوه پیاوړی پاکستان د سیمه ییز امنیت لپاره مهم دی، نوموړي همدارنګه په امریکا غږ وکړ چې که افغانستان یوازې پرېښودل شي یو ځل بیابه په ترهګریز میدان بدل شي.
پاکستان یو ځل بیا هڅې پیل کړې دي چې له امریکا سره په وروستیو کې ترینګلې شوې اړیکې بېرته ورغوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروسته تر هغه امریکا ته سفر کړی دی چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته د پاکستاني طالبانو تحریک خپل بریدونه ډېر کړي دي او د پاکستاني ادارو پر ضد یې د پراخو بریدونو پیلولو خبرداری ورکړی دی.
قریشي په امریکا کې یوې غونډې ته ویلي چې که چېرته افغانستان یواځې پرېښودل شي نو ممکن یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي. هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د پاکستان او امریکا همکاري اړینه بللې او ټینګار یې کړی دی چې له اقتصادي پلوه پیاوړی پاکستان د سیمه ییز ثبات لپاره مهم دی.
قریشي یو ځل بیا ویلي چې دوی له افغان جګړې ډېر زیانمن شوي دي خو که چېرته نړۍ ورسره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي او دا هېواد له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي نو په سیمه کې به له ترهګرۍ سره د مبارزې پر یو پیاوړي سنګر بدل شي.
نوموړي دغه راز د افغانستان په اړه ویلي، هر څومره چې د ا.ا.ا خپل دریځ نرموي په هماغه اندازه ځان ته کار اسانوي.