د محمد صادق او د اسلامی امارت وزیر اطلاعات ترمینځ اهم ملاقات

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره خصوصي نماینده محمد صادق خان د اسلامی امارت وزیر اطلاعات مولانا خیرالله خیرخوا سره ملاقات کړې دې.

د افغان اردو په نامه ټویټر په یو پانړه داسې خبر خپور شوې چې په دې ملاقات کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په اړه ټینګار شوې دې.
په دې ملاقات کښې د دواړو هیوادنو چارواکو په دې خبره زور ورکړې چې پاکستان او افغانستان دواړه ګاونډی هیوادونه دي او دوی ترمینځ باید چې اړیکې نورو هم ښې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *