علامه طاهر اشرفي ویلي دي چې اسلامي نظرياتي کونسل د کم عمره ودونو مخنيوي لپاره کار کوي
باغی ټي وي رپورټ
د بین المذاهب هماهنګۍ لپاره د وزیراعظم خاص استازی علامه طاهر اشرفي وايي، اسلامي نظریاتي کونسل د کم عمره ودونو مخنیوي لپاره کار کوي.
علامه طاهر اشرفي په کراچۍ کښې د کم عمره ودونو او د صحت مسائلو په اړه يو ملي بحث ته د وينا په وخت وويل چې د کم عمره ودونه د ماشوم او مور په صحت هم بده اغيزه کوي.
لامه طاهر اشرفي وويل چې يوه نجلۍ له واده وروسته درې کورونه ويني او اسلام هم لوڼو ته د واده حق ورکړی دی.
هغه زياته کړه، چې ډېرى خلک په دې باور دي، چې واده بايد له کورنۍ بهر ونه شي، ماشومان بايد له دودونو او رواجونو پرته واده، نکاح وکړي.
د وزیراعظم ځانګړي استازي دا هم وویل چې دا د والدینو مسؤلیت دی چې ماشومانو ته د ودونو په اړه پوهه ورکړي او په رسنیو کې هم باید د کم عمره ودونو په اړه مراسم جوړ شي.
هغه وويل، اسلام هم د جبري مذهب د تبادلې پر ضد دى، د اسلام په نوم امنيت دى او په اسلام کې نجونې خوندي دي، د تره د واده په اړه بايد نظر واخستل شي.
علامه طاهر اشرفي وويل اسلامي نظرياتي کونسل د کم عمره ودونو مخنيوي لپاره کار کوي.