د ترافیکي پیښو د ګراف پورته کېدا؛ په یوه میاشت کې د 44 مړینې سره 43 پیښې ثبت شوې دي 

0
166

د ترافیکي پیښو د ګراف پورته کېدا؛ په یوه میاشت کې د 44 مړینې سره 43 پیښې ثبت شوې دي 

د خيرخواه په وينا، د ترافيکو له رياست سره د سکتوري رياستونو لکه ښاروالۍ، اطلاعاتو او فرهنګ، عامې روغتيا او فوايد عامې رياستونو نه همکاري هم د ترافيکي پېښو او مرګ ژوبلې د زياتوالي لامل شوې ده.

 

(2022 / 9 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په دې وروستیو اونیو کې د یوې ورځې په یادولو کې سخته ده چې د افغانستان یو ولایت هم د ترافیکي پېښې شاهد نه وي.

په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۴۳ ترافیکي پېښې ثبت شوې، چې په پایله کې یې ۴۴ تنه وژل شوي او ۱۰۷ تنه ټپیان شوي دي.

په تېره يوه مياشت کې تر ټولو ډېرې ترافيکي پېښې په هلمند، فارياب، بدخشان او د کابل-بغلان پر لويه لاره د سالنګ په سيمه کې رامنځته شوې دي.

د ترافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ رئیس عبدالودود خیرخواه رسنیو ته وویل، چې په وروستیو میاشتو کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي تر ټولو مهم عامل د ترافیکو د اندازه کولو د سیستم نشتوالی دی.

اړوند موضوعات: 

 د هرات–اسلام کلا پر لویه لار د ټرافیکي پېښې لۀ امله پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

د خيرخواه په وينا، د ترافيکو له رياست سره د سکتوري رياستونو لکه ښاروالۍ، اطلاعاتو او فرهنګ، عامې روغتيا او فوايد عامې رياستونو نه همکاري هم د ترافيکي پېښو او مرګ ژوبلې د زياتوالي لامل شوې ده.

Leave a reply