بلوچستان کښې د سیلابونو د زیانونو لړۍ دوام لري، د وژل شوو کسانو شمیره ۳۰۰ ته رسیدلې ده
باغی ټي وي رپورټ
په بلوچستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله د یو بل کس د مړینې له تصدیق وروسته په دغه صوبه کې د جون له لومړۍ نېټې راهیسې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی دی.
د صوبې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې (PDMA) لخوا د جاري شوي رپورټ له مخې په تيرو 24 ساعتونو کې د سيلابونو له امله يو بل کس مړ شوی دی، چې د اړوند ډپټي کمشنر لخوا تصديق شوی دی.
د وژل شوي کس تعلق د ژوب سره دی، په بلوچستان کې د جون له لومړۍ نېټې راهیسې د مړو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی، چې په مړو کې ۱۳۷ نارینه، ۷۳ ښځې او ۹۰ ماشومان شامل دي.
په صوبه کې د بارانونو په مهال په بيلا بيلو پيښو کې 181 کسان ژوبل شوي دي، په بلوچستان کې د سيلابونو او بارانونو له وجې 71 زره 850 کورونه زيانمن شوي دي، په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د سيلابونو له امله 3 لکه 4 زره 940 نه زيات څاروي زيانمن شوي دي.
د پي ډي ايم اے ترمخه تر دې مهاله په صوبه کې په دوه لاکه جریبه ځمکه ولاړ فصلونه تباه شوي، په صوبه کې د سیلابونو له وجې ۲۴ پلونه نړیدلي او د ۲۲۰۰ کلومیټره پورې مختلفې لویې لارې هم سختې متاثره شوي دي او زیان ورته رسیدلې دې.
…………………….