‏عمران خان: که طالبان ټولشموله حکومت جوړ نکړي، کورنۍ جکړه به پېښه شي

0
56

د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وایي، که چېرې طالبان یو ټولشموله حکومت جوړ نکړي او افغانستان کې شته جهتونه د خپل حکومت برخه ونه ګرځوي،‌ نو هلته به کورنۍ جګړه پېښه شي.

 

عمران خان دغه څرګندونې له بي بي سي سره په خپله تازه مرکه کې کړې دي.

 

 

 

 

نوموړي‌ ویلي، که حکومت ټولشموله نه وي، نو ګډوډۍ به رامنځته او افغانستان به بې ثباته شي‌ «که هغوی ټول جهتونه په حکومت کې ور ګډ نکړي، نو ژر یا وروسته به کورنۍ جګړه وویني، دا به افغانستان بې ثباته کړي او ترهګرو ته به د راټوکېدلو فرصت ورکړي.»

 

عمران خان ددې تر څنګ پر نړیوالو غږ کړی، چې طالبانو ته وخت ورکړي، تر څو هغوی خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

 

د نوموړي له قوله، هیواد به یې د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې یو اړخیزه پریکړه ونکړي، بلکې د سیمې له هیوادونو سره په ګډه به په همدې تړاو دریځ ونیسي.

 

عمران خان په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر مؤقتي بندېدلو اندېښنه څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې طالبان به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

 

د عمران خان پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو تازه خپله کابینه اعلان کړې او بېلابېلو وزارتونو ته یې داسې کسان ټاکلي، چې د شنونکو په اند، قومي جوړښتونه پکې په پام کې نیول شوي او کابینه ټولشموله بلل کېدای شي.

 

په نویو ګومارل شویو کسانو کې ځیني یې داسې هم دي، چې تر دې وړاندې له طالبانو سره نه دي پاتې شوي.

Leave a reply