جانسون او بایډن په لیدنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي

0
76

جانسون او بایډن په لیدنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي دي

د بریټانیا لومړي بوریسن جانسون او د امریکا جمهور رئیس جو بایډن امریکا کې سره لیدنې او د نورو خبرو تر څنګ یې د افغانستان وضعت په اړه خبرې کړي دي.

 

(2021 / 9 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)

د بریټانیا لومړي بوریسن جانسون او د امریکا جمهور رئیس جو بایډن امریکا کې سره لیدنې او د نورو خبرو تر څنګ یې د افغانستان وضعت په اړه خبرې کړي دي.

دوی تاکید کړی چې طالبان دې د نړیوال بشر قانون مراعت کړي او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.

همداراز دواړو لوریو افغانستان سره د بشري مرستو کولو په اړه خبرې کړي او تاکید یې کړی چې باید هلته د بشري ناورین د پېښېدو مخنیوی وشي.

دوی دواړو په واشنګټن کې سره لیدلي او تاکید یې کړی چې طالبان هغه وخت باید په رسمیت وپېژندل شي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

تر دې وړاندې جانسون د بایډن د هغه پرېکړې مخالفت کړی ؤ چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو د ژر ایستلو په هکله کړې وه.

Leave a reply