ترهګرۍ مخنیوي لپاره په مکمله توګه چمتو یو: جوبایډن

0
212

باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو ۷۶ د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کښې د امریکې اولس مشر جو بایډن اوویل چې د ترهګرې خلاف جنګ او ددې مخنیوي لپاره امریکا تیاره ده.
بایډن اوویل چې امریکا خپل اتحادیان نه غواړي چې په مشکل او خطره کښې واچوی او امریکا نه غواړي چې د هشت ګردو د ختمیدو لپاره ځواکونه ولیږو.
بایډن اوویل چې امریکا په دنیا کښې نوې بلاک جوړول نه غواړي او نه غواړي چاسره سوړ جنګ پیل کړي خو د سایبر حملو د ځواب ورکولو حق لرو.
بایډن زیاته کړه چې ایران سره ستونزه د خبرو اترو له لارې هوارول غواړو او هم دغه وجه ده چې مونږ ایران سره خبرې اترې پیل کړي دي، ده زیاته کړه چې د فوځي طاقت استعمال د امریکا د پالیسۍ آخري حصه ده

Leave a reply