ملګري ملتونه دې د امارت اسلامی حکومت په رسمي توګه اوپیژنی: د مجاهد غوښته

0
227

باغي ټي وي رپورټ
د طلوع تیلویزیون یو رپورټ چې د العربیه په ټویټر پانړه خپور شوې دې ، په دې رپورټ کښې د امارت اسلامی افغانستان د فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایی چې ملګري ملتونه دې افغانستان کښې نوې حکومت په رسمي توګه اوپیژني.
مجاهد وایی چې د ښځو کارمندانو لپاره هم انتظامات روان دي، زر به ښځې کارمندانې کار پیل کړي.
د جونو د سکولونو ته د بیا راتګ په اړه مجاهد اوویل چې زر به جونه هم مکتبونو ته واپس راشي.
مجاهد اوویل او غوښتنه ی وکړه چې ملګروملتونه باید ددوی حکومت په رسمي توګه اوپیژني.
دوی اوویل او غوښتنه ی وکړه چې ملګري ملتونه د ټولۍ نړې یو معتبره اداره ده او په کار دې چې زمونږ حکومت په رسمي توګه اومني. نوموړی غوښته وکړه چې اسلامی هیوادونه ، مغربي هیوادونه او دغه شان ګاونډی هیوادونه باید افغانستان سره اړیګې ټینګې کړي او په رسمیت ی اوپیژني.

Leave a reply