د کابل پوهنتون ته نوی رئیس وټاکل شو

0
22

د کابل پوهنتون ته نوی رئیس وټاکل شو

د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون پخوانی رئیس محمدعثمان بابري لرې او پر ځای يې محمد اشرف غیرت د لوړو زده کړو وزیر وټاکۀ.

 

(2021 / 9/  21  نېټه باغي ټلویزیون)

د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون پخوانی رئیس محمدعثمان بابري لرې او پر ځای يې محمد اشرف غیرت د لوړو زده کړو وزیر وټاکۀ.

د کابل پوهنتون پخوانی رئیس محمدعثمان بابري د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لرلې او د پوهاند علمي رتبه یې لرله؛ خو نوی رئیس محمد اشرف غیرت د لیسانس تر کچې زده کړې لري او  هېڅ کاري تجربه نلري.

دغې ګومارنې د خلکو غبرګونونه راپارولي او نیوکه لري چې دا اکاډمیکو ځایونو او شخصیتونو ته توهین کول دي، ځکه د دوی په وینا هېڅ لیسانس شخص حق نلري چې حتا د پوهنتون استاد شي، د ریاست څوکۍ خو په لیسانس کس بیخي لوړه ده.

تر دې وړاندې هم طالبانو ورته غیر مسلکي ګومارنې کړې وې چې د خلکو غبرګونونه یې پارولي ؤ.

Leave a reply