افغانستان ریس الوزرا دپاکستان،چین او روس له استازو سره لیدلي
باغي ټي وي رپورټ
نن په پایه تخت کابل کښې د امارت اسلامی افغانستان د عبوري حکومت مشر مولانا محمد حسن اخوند په پایه تخت کابل کښې د پاکستان، چین او روس د حکومتونو نمایندګانو سره ملاقات وکړو.
یاده دې وي چې په دې ملاقات کښې د امارت اسلامی افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د ماليې وزارت سرپرست ملا هدايت الله بدري او نورو مشرانو هم ګډون وکړو.
یاده دې وی چې دا ملاقات په داسې وخت کښې شوې چې د نړې یو هیواد هم د امارت اسلامی افغانستان حکومت په رسمي توګه نه دې پيژندلې.
د روس ، چین ، پاکستان د حکومتونو له طرف نه د امارت اسلامی حکومت سره د اړیکو ساتلو اشاره ورکړې شوې ده، د پاکستان او هم دغه شان د نړۍ نور هیوادونه غوښته کوي چې طالبان دې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.
په رسنیو کښې داسې خبرونه هم خپاره شوي چې د افغانستان اسلامی امارت د پنجشیر او نو نور ولایتونو نه هم په خبل عبوري حکومت کښې غړي اخستي چې ددې نه د طالبانو حکومت دا ثابتول غواړي چې دوی په افغانستان کښې د یو ټول شموله حکومت جوړولو ژمنه پوره کولو په لور روان دي.
د ا.ا.ا ريس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند، د روسيې، چين او پاکستان له استازو سره لیدلي.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د ماليې وزارت سرپرست ملا هدايت الله بدري او نورو مشرانو هم ګډون درلود. pic.twitter.com/cQIqMU7jv2— RTA Pashto (@rtapashto) September 21, 2021