چین کښې زلزله ، د وژل شوو کسانو شمیره ۷۴ ته اوچته شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د چین په سیچوان ولایت کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۷۴ تنو ته رسیدلی دی. د ځمکې ښویېدو له امله سلګونه کسان بند پاتې دي او ۲۶ تنه لا هم لادرکه دي.
د چین په سیچوان ولایت کې د دوشنبې له ماسپښین وروسته د ۶.۸ درجې زلزلې سخت زیانونه اړولي، په زلزله ځپلو سیمو کې بنسټیزو تاسیساتو ته سخت زیانونه اوښتي، مخابراتي سیسټمونه یې ګډوډ کړي او د ګڼو ښارونو برېښنا پرې شوې ده.
د چینايي چارواکو په وینا، په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستې چارې روانې دي او تر اوسه د ۷۴ کسانو د مړینې پخلی شوی دی. د زلزلې ځپلو دوو ښارونو ته په سلگونو زخمیان راوړل شوي چې د اکثرو حالت نازک دی. د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو وېره څرګنده شوې ده.






