په افغانستان کښې داعش ډله ګواښ نه دې

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامي افغانستان د فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد په يو بيان کښې ويلي دي چې داعش په افغانستان کښې ګواښ نه دې او طالبان ددې ډلې مخنيوي لپاره توان لري ـ
مجاهد د طلوع نيوز شبکې سره په خبرو کښې اوويل چې کومه ډله د عوامو حمايت و نه لري هغه نه شي کاميابيدلې ، د ننګرهار بريدونو نه پس مو څه کسان نيولي او پلټنې ترې روانې دي ـ
مجاهد وايى چې طالبان د داعش د مخنيوي لپاره ښه تکنيک لري دوى دلته نه شي کاميابيدلې ـ
د مجاهد دا بيان په داسې وخت کښې راغلې چې په ننګرهار کښې په طالبانو بريدونه دوى کړي ، د بريدونو پړه هم داعش په سر اخستې ، د داعش ډلې سره تړلې انټرنټي پانړه کښې داعش ددې بريدونو ذمه واري په سراخستې ده ـ






