طالبانو د پاتې کابینې د بشپړېدو په موخه ځیني کسان پاتې څوکیو ته وروپېژندل

0
106

طالبانو پاتې کابینه هم بشپړه کړه او یو شمېر کسان یې وروپېژندل

طالبانو د پاتې کابینې بشپړېدو په موخه یو شمېر کسان پاتې وزارتو، معینیتو، او عمومي ریاستونو ته ور وپېژندل.

 

(2021 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

طالبانو د پاتې کابینې بشپړېدو په موخه یو شمېر کسان پاتې وزارتو، معینیتو، او عمومي ریاستونو ته ور وپېژندل.

طالبانو د کابینې نوي غړي لاندې کسان معرفي کړي دي:

د پنجشیر ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجی نورالدین عزیزی د تجارت وزارت د سرپرست په توګه
– د بغلان ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجی محمد بشیر د تجارت وزارت د مرستیال په توګه.
– د سرپل ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجی محمد عظیم سلطان زاده د تجارت وزارت د دوهم مرستیال په توګه
– محترم ډاکتر قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه
– محترم داکتر عبدالباری عمر د روغتیا وزارت د مرستیال په توګه
– همدارنګه محترم داکتر محمد حسن غیاثي د روغتیا وزارت د بل مرستیال په توګه
– محترم صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه.
– محترم ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه.
– محترم انجنیر نظر محمد مطمین د اولمپیک د ملي کمیټي د سرپرست په توګه
– محترم انجنیرمجیب الرحمن عمر د برق او انرژي وزارت د مرستیال په توګه.
– محترم حاجی غلام غوث د ضدحوادث وزارت د مرستیال په توګه
– محترم داکتر محمد فقیر د احصائې دمرکزي ادارې د سرپرست په توګه
– محترم حاجي ګل محمد د سرحداتو وزارت د مرستیال په توګه.
-محترم ګل زرین کوچی د سرحداتو وزارت د دوهم مرستیال په توګه.
محترم قومندان ارسلا خروټی د مهاجرینو وزارت د مرستیال په توګه
– محترم دکتور لطف الله خیرخواه د لوړو زدکړو وزارت د مسلکی مرستیال په توګه
– محترم انجنیر نجیب الله د اتومي انرژي د ریس په توګه ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې طالبانو د د کابینې ځینې سرپرست وزیران معرفي کړي ؤ چې ډیریو نړیوالو هېوادونو او افغانانو ورسره مخالفت کړی ؤ، تمه کېده چې دا ځل به کابینه له تېر ځل سره متفاوته وي؛ خو هغسې ونشول.

 

Leave a reply