کونړ؛ د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده
کونړ؛ د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د کونړ د امنیه قومندان په وینا، د دې چاودنې په پایله کې د اسلامي امارت یو سرتیری وژل شوی او د درېیوو ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي. عبدالحق حقاني زیاتوي چې دوی د پېښې له سیمې شپږ مشکوک کسان نیولي دي. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
(2022 / 8 / 28 نېټع باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کونړ کې چاودنې د ملي اردو یو سرتېری وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي. د کنړ امنیه قومندان عبدالحق حقاني رسنیو ته وویل، “نن سهار د دغه ولایت مرکز اسعداباد ښار ته څېرمه د اسلامي امارت پر مجاهدینو د ښخ شوي ماین په چاودنه تر سره شوې ده.” د کونړ د امنیه قومندان په وینا، د دې چاودنې په پایله کې د اسلامي امارت یو سرتیری وژل شوی او د درېیوو ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي. عبدالحق حقاني زیاتوي چې دوی د پېښې له سیمې شپږ مشکوک کسان نیولي دي. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د ا.ا پر ځواکونو ورته چارودنې ترسره شوې وې چې هغه وخت یې مسؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخستی ؤ.