د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس لرې او پر ځای یې نوی رئیس معرفي شو

0
97

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس لرې او پر ځای یې نوی رئیس معرفي شو

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس حامد شینواری لرې او پر ځای یې نصیب خان معرفي شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي رسنیو ته وویل چې د حامد شینواري دنده ختمه او پر ځای یې نصیب خان دنده پیل کړه .

 

(2021 / 9 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس حامد شینواری لرې او پر ځای یې نصیب خان معرفي شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي رسنیو ته وویل چې د حامد شینواري دنده ختمه او پر ځای یې نصیب خان دنده پیل کړه .

حامد شینواري بیا په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د دۀ پرځای نصیب خان نن د انس حقاني له خوا راوستل شو ا  پرته له دې چې د دۀ د منفکۍ مکتوب ولیکل شي، مقرر شو.

نوموړي دا پرېکړه غیرقانوني ګڼلې ځکه په وینا یې چې دی د آزادې سیالۍ له لارې یاد ریاست ته بریالی شوی ؤ.

انس حقاني په دې اړه تر اوسه رسمي څه ندي ویلي؛ خو دا کړنه ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له مثبتو او منفي غبرګونو سره مخ شوې ده.

Leave a reply