د سعودي عربستان دولت وايي چې تر اوسه د طالبانو له نوي حکومت سره په اړیکه کې نه یو

0
54

د سعودي عربستان دولت  وايي چې تر اوسه د طالبانو له نوي حکومت سره په اړیکه کې نه یو

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په درې ورځني سفر هند ته تللی ؤ، نوموړي هلته له هندي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تر اوسه د طالبانو له حکومت سره په اړیکه کې ندي.

 

(2021 / 9 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په درې ورځني سفر هند ته تللی ؤ، نوموړي هلته له هندي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تر اوسه د طالبانو له حکومت سره په اړیکه کې ندي.

نوموړي ویلي چې د طالبانو له نوي حکومت سره تر اوسه په اړیکه کې شوي ندي ؛ خو د طالبانو د نوي حکومت د په رسمیت پېژندلو ته به منتظر پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت وشوه چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي دي او دوی موقته اداره جوړه کړې؛ خو تر اوسه هېڅ کوم هېواد د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره ګام ندی پورته کړی.

یو شمېر هېوادونو بیا طالبانو ته شرطونه ایښي او ویلي یې دي چې که طالبان پخپلو ژمنو عمل وکړي ؛ دوی به یې په رسمیت وپېژني.

هندي چارواکو هم ویلي چې څو ځلي مو طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي؛ خو تر اوسه مو تصمیم ندی نیولی چې طالبان په رسمیت وپېژنو.

Leave a reply