د مرستو رالیږلو لپاره د پاکستان حکومت او اولس مننه کوو: مولوی مطیع االله خادم
باغي ټي وي رپورټ
نن په پاک افغان پوله تورخم د پاک افغان همکارۍ ټولنې له طرف نه د افغانستان اولس لپاره د امدادي سامان نه ډګ څلور ټرکونه افغانستان ته داخل شو. دا امدادي سامان افغان چارواکو ته حواله شو.
په تورخم پوله دا امدادي سامان چې پکښې وړه ، غوړي او دالونه شامل وو ، د لنډیکوتل اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار مولوي مطیع الله خادم ، چې د تورخم د امارت اسلامی افغانستان ذمه دار دې، ته حواله کړو.
په دې موقع د رسنیو سره په خبرو اترو کښې مولوي مطیع االله خادم د پاک افغان د همکاري ټولنې مشرانو او د پاکستان حکومت شکریه ادا کړه چې په دې سخت وخت کښې ی افغان اولس سره مرستې وکړې.
د لنډیکوتل اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار هم رسنیو سره په خبرو کښې اوویل چې په دې سخت وخت کښې مونږ افغان اولس سره ملګري یو او دځپل افغان اولس مدد به جاري ساتو.