امریکه په ټوله نړۍ کښې امن خرابوونکۍ هیواد دې: د چین خبري ایجنسي

0
244

باغي ټي وي رپورټ
د چین هیواد یوه رسنې په یو خپل ادارتي رپورټ کښې لیکلی چې په ټوله نړۍ کښې امریکا یو داسې هیواد دې چې امن ګډوډ کوي او امن خرابوي.

چاینا ژنهوا نیوز ایجنسي وایی چې د امریکې د غیرقانوني جنګونو او غیرمنصفانه مداخلت یو اوږد تاریخ په وجه امریکا په حقیقت کښې د امن خرابوونکې هیواد دې.
په ایډیټوریل رپورټ کښې د چین رسنې لیکی چې په ۲۹ اګسټ د جمې په ورځ د امریکې په ډرون برید کښې په کابل کښې یو کور په نښه کړو چرته چې د یو کور ۱۰ وګړي اووژل شول.
زمرې احمدي چې ۴۳ کلن اوو او امریکایانو سره ی کار کړې وو غوښتل ی چې د خپل خاندان سره امریکا ته لاړ شي ، په داسې وخت کښې کور په نښه شو او د لسو خاندان غړو سر اووژل شو.

د امریکا دفاع ادارې پنټاګون بیا اومنله چې زمرې احمدي بې ګناه وو او هغه د خپل کور ۹ غړو سره په ډرون برید کښې اووژل شو.
په دې رپورټ کښې په انګریزۍ ژبه کښې لیکل شوي دي.
“War is the American way of life,” U.S. historian Paul Atwood said. Since its declaration of independence on July 4, 1776, the United States was not at war for only 16 out of more than 240 years of its history, former president Jimmy Carter famously remarked.
U.S.-led wars have been the cause of countless deaths and destruction in recent memories. In Iraq alone, between 184,382 and 207,156 civilians were killed in war-related violence, according to Brown University’s Watson Institute for International and Public Affairs.
یو تاریخ لیکونکې پال اټووډ وایی چې جنګ د امریکایانو د ژوند لاره ده، امریکا په ۴ جولایی ۱۷۷۶ آزاده شوې او په دې دومره وخت کښې ی صرف ۱۶ کاله جنګ نه دې کړې، تاریخ دان وایی چې امریکې په ۲۴۰ کاله کښې صرف ۱۶ کاله جنګ نه دې کړي دا باقي ی جنګ کړې دې.تاریخ دان لیکی چې دا خبره د امریکا پخوانې اولس مشر جمي کارټر کوي.
د براون پوهنتون رپورټ لیکي چې د عراق په جنګ کښې د ۱۸۴۳۸۲ او ۲۰۷۱۵۶ ترمینځ عام وګړي په جنګ کښې وژل شوي دي.

US -Iraq War:File Photo

Leave a reply