طالبان که ځان له پریښودې شي نو دا به ډیره خطرناکه وي: د پاکستان وزیرخارجه

0
223

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیرخارجه شاه محمود قریشي په یو بیان کښې ویلي دي چې مغربي هیوادونه دې د افغانستان حقیقت قبول کړي ، افغانستان دې یواځې نه پریږدي.

قریشي وایی چې په افغانستان کښې د انساني ناوړین رامخې ته کیدو له وجهې پاکستان د فضایی او د زمکې لارې ځپلي افغان اولس ته د مرستو لیګلو لړې پیل کړې ده او په دې سخت وخت کښې د نړۍ هیوادونو له هم په کار دې چې د تیرو ۴۰ کالو نه د جنګ ځپلي افغان اولس سره مرستې وکړي.
قریشي وایی چې که افغانستان یواځې پریښودې شی نو دې سره به یو ډیر لوی بحران مخې ته راشي او هم دغه وجه ده چې د نړۍ هیوادونه خپل مثبت رول ادا کړي او په افغانستان کښې د ډیرې مودې نن شروع دې جنګ ته د پایی ټکې کیږدي.
یاد دې وی چې د شاه محمود قریشي به د ۲۶ ستمبر نه تر ۲۹ ستمبر پورې د برطاینه دوره کوي، په دې دوره کښې به هغه د برطانیه سرکاري چاروکوسره ملاقاتونه کوي او د افغانستان په موجوده صورت حال به ورسره خبرې کوي.
د سرچینو ترمخه هغه به د برطاینه دفاعي تهنک ټینک ته وینا هم کوي او په برطاینه کښې به پاکستانیانو سره هم ملاقاتونه کوي.

Leave a reply