اردوغان وايي چې افغانستان سره بشري مرستې کوو؛ خو د غرب نوکران نه یو
اردوغان وايي چې افغانستان سره بشري مرستې کوو؛ خو د غرب نوکران نه یو
اناتولي اژانس راپور ورکړی دی چې اردوغان دا څرګندونې د اتا ترک په هوایي اډه کې خبریالانو ته کړې دي او زیاته کړې یې ده چې غربیان باید په ترکیه کې موجودو کډوالو ته پاملرنه وکړي.
(2021 / 9 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هېواد یې اوسمهال د ۴.۵ میلیون کډوالو کوربه دی.
اناتولي اژانس راپور ورکړی دی چې اردوغان دا څرګندونې د اتا ترک په هوایي اډه کې خبریالانو ته کړې دي او زیاته کړې یې ده چې غربیان باید په ترکیه کې موجودو کډوالو ته پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړې چې دا کډوال ترکیې ته نه بلکې هغو هېوادونو ته راغلي دي چې په دې وروستیو کې یې خپلې پولې د کډوالو پر مخ تړلې دي او دا دوی ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.
اردوغان ټینګار کړی دی چې دوی به له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او دغه راز به په دغه هېواد کې د مېشتو کډوالو خدمت ته هم ورسېږي خو په خبره یې دوی د چا نوکران نه دي چې راغلي کډوال ورته وساتي.
هغه له امریکا او اروپا غوښتي چې د دغو کډوالو په اړه باید بېړنی تصمیم ونیسي.