عبدالغني مصباح، د میدان وردګ ولایت، د مطبوعاتي مسؤل او ملي رادیو تلویزیون د آمر په توګه دنده پیل کړه

عبدالغني مصباح، د میدان وردګ ولایت، د مطبوعاتي مسؤل او ملي رادیو تلویزیون د آمر په توګه دنده پیل کړه
د راډیو تلویزیون نوي آمر ښاغلي مصباح ولسونو ته د ښه خدمت کولو ژمنه ورکړه او ده یاد موقف د ځان لپاره امتیاز نه، بلکه مسؤلیت وباله، چې پر عهده یې شو.
(2021 / 9 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
د راډیو تلویزیون نوي آمر ښاغلي مصباح ولسونو ته د ښه خدمت کولو ژمنه ورکړه او ده یاد موقف د ځان لپاره امتیاز نه، بلکه مسؤلیت وباله، چې پر عهده یې شو.
مولوي مصباح د رسنیو په ارزښت خبرې وکړې او رسنۍ یې څلورمه قوه یاده کړه، هغه رسنۍ د حکومت او ملت تر منځ د واټن لرې کولو مهمه وسیله وبلله.
د وروستي بدلون او ا.ا په راتګ سره ملي راډیو تلویزیون په مالي او تخنیکي برخه کې زیانمن شو؛ ۲۶ قلمه جنس د نامعلومه کسانو له خوا لوټ شو، ښاغلی مصباح ته تر دې د مخه په غیر رسمي توګه د ملي راډیو تلویزیون مسؤلیت سپارل شوی و، په خبره یې د ده په هڅو له یادو اجناسو تر دې دمه یو عراده موترسایکل پیدا شوی او د نورو وسایلو د پیدا کولو په لټه کې دی.
ښاغلی آمر زیاتوي، د یادو جنسونو لوټېدل د راډیو تلویزیون په نشراتو منفي اغېز کړی، دی خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په هڅو به یې نشرات تر پخوا پیاوړي کړي.
مخکې ملي راډیو تلویزیون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې کار کاوه، آته کاله پخوا له یاد ریاست جلا او د مستقل آمریت په توګه یې خپل فعالیت پیل کړ.
ښاغلی مصباح د پخواني نظام تر راپرځولو مخکې، شااو خوا دولس کاله په یاد ولایت کې د ا.ا ویاند پاتې شوی.