خالد ځدراڼ: د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي

خالد ځدراڼ: د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي
په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د دې چاودنې په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
(2022 / 8 / 18 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ سلام رسنیو ته وویل، چې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند په یوه جومات کې پرون مازدیګر د لمانځه پر مهال د چاودنې له امله ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د دغه ستر جنایت عاملین ژر تر ژره وپيژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
دا چاودنه پرون ماښام (چهارشنبه د اسد ۲۶ مه) د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې په سیمه کې د «صادقیه» په جومات کې شوې ده.
تېره شپه د الجزیرې خبري شبکې د اسلامي امارت د یوه امنیتي چارواکي له قوله پر ټویټر لیکلي چې په دې چاودنه کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
خو ځايي سرچينې وايي، چې په دې چاودنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له بلې خوا د ایمرجنسي روغتون تیره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دغې چاودنې له امله ۲۷ تنه ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
دغه روغتون وايي چې په ټپيانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي چې يو يې اووه کلن دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ديني عالم او خطيب مولوي امير محمد کابلي او د هغه يو شمېر زده کوونکي هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه چاودنه د جومات په معراف کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله او د ماښام د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده. دې چاودنې غبرګونونه راپارولي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د چهارشنبه ماښام په جومات کې چاودنه په کلکه غندي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي چې د ملکي وګړو قاتلین او د دغه ډول جنایتونو عاملین به ډیر ژر ونیول شي او د خپلو اعمالو په سزا به ورسیږي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغې چاودنې په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی.
هغه وويل: “دغه بشري ضد جنايت له ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دى او زموږ د ګران هېواد او خلکو پر وړاندې ښکاره دښمني ده.”
په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د دې چاودنې په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.






