حقاني: نړیواله ټولنه دې له افغانستانه بهر تګ راتګ اسان کړي

0
130

حقاني: نړیواله ټولنه دې له افغانستانه بهر تګ راتګ اسان کړي

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ا.ا له لوري د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز له امله ملګرو ملتونو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د مرستیال سید احمد سیدخېل سفري معافیت لغوه کړی ؤ.

 

(2022 / 8 / 17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دولتي بنسټونو د کلني راپور ورکولو په دوام کې نن د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو د ” ملت ته د حکومت حساب ورکونې” پروګرام کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د باکیفیته زده کړو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني په دې غونډه کې وويل، که نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې ښوونه او روزنه معياري کړي، بايد د دغه وزارت د چارواکو لپاره بهر ته د تګ راتګ اسانتياوې رامنځته کړي.

ښاغلی حقبیان زیاتوي: “تحصیلي بنسټونه د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو د سفرونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري او په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.”

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست څرګنده کړه چې په تېر کال کې د دغه وزارت يوه مهمه لاسته راوړنه د څلورو پوهنځيو او ٢٢ څانګو جوړول دي.

نوموړی د لوړو زده کړو وزارت د نصاب په برخه کې زیاتوي چې په دغه نصاب کې مهم دیني او ملي مسایل په پام کې نیول شوي دي. عبدالباقي حقاني د اسلامي ثقافت په څانګه کې وايي چې تر دې وړاندې به په پوهنتونونو کې په اونۍ کې یو ساعت د اسلامي کلتور مضمون تدریس کېده. خو اوس په اونۍ کې درې ساعته درس ورکول کیږي.

“موږ په بېلابېلو ځایونو کې څلور پوهنتونونه او ۲۲ نوي ډیپارټمنټونه جوړ کړي، چې د افغانستان خلکو ته ډېر مهم دي.”

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي هم وايي، چې د هېواد په ۱۱ پوهنتونونو کې یې د شرعیاتو پوهنځي د جوړېدو منظوري ورکړې ده.

د دوی په وینا، د دې پوهنځی موخه د خلکو د غوښتنو پر بنسټ وه. د دغه وزارت چارواکي هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې دوی به یو شمېر بهرني استادان افغانستان ته روالي، څو افغان استادان د دوی له تجربو ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ا.ا له لوري د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز له امله ملګرو ملتونو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د مرستیال سید احمد سیدخېل سفري معافیت لغوه کړی ؤ.

 

Leave a reply