ټرمپ: د کابل برید عاملین بایډن او نالایقه جنرالان دي

ټرمپ: د کابل برید عاملین بایډن او نالایقه جنرالان دي
د ټرمپ په وینا د امریکا د نالایقو جنرالانو له امله افغان ښځې او ماشومان ووژل شول او د بايډن ادارې یې مسوولیت هم منلی دی. ټرمپ وایي امریکا هېڅ وخت دومره نه وه ذلیله او خواره شوې لکه د بایډن د حکومت پر مهال چې شوه.
(2021 / 9 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په کابل کې د امریکا د یوه هوایي برید په تړاو پر جو بایډن نیوکه کړې ده.
هغه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې بایډن د خپل ځان د مطرح کولو او ددې د ثابتولو لپاره چې ګواکي هر څه کولی شي، پر افغان ملکي وګړو هوایي برید وکړ او شاوخوا لس کسان یې ووژل.
د ټرمپ په وینا د امریکا د نالایقو جنرالانو له امله افغان ښځې او ماشومان ووژل شول او د بايډن ادارې یې مسوولیت هم منلی دی.
ټرمپ وایي امریکا هېڅ وخت دومره نه وه ذلیله او خواره شوې لکه د بایډن د حکومت پر مهال چې شوه.
دی زیاتوي چې په افغانستان کې پر ملکي وګړو برید نه بښل کېدونکی بشر ضد جنایت دی او اصلي عاملین یې هم بایډن او د امریکايي پوځ نالایقه جنرالان دي چې باید حساب ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل هوایي ډګر ته نیږدې په یوۀ کور برید وشو، چې پایله کې يې د ماشومانو په ګډون شپږ کسه ملکي وګړي ووژل شول ؛ د وژل شویو کسانو کورنۍ نړيوالې محکمې څخه وغوښتل چې برید وڅېړي او عامیلینو ته یې جزا ورکړي، تازه امریکا منلې چې یاد برید په ملکي وګړو په سهوه کې شوی دی.






