سعودي عربستان پلان لري چې پاکستان ته درې ملیارده ډالره مرسته ورکړي

0
102

باغی ټي وي رپورټ
وې بهرنۍ خبري ادارې دعوه کړې ده چې سعودي عرب پاکستان ته د درې اربه ډالرو مرستې ورکولو پلان لري.

بلومبرګ خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي چې د سعودي د مالیې وزارت ښايي روانه اونۍ د پاکستان له دولتي بانک سره د درې میلیارده ډالرو د جمع کولو تړون تمدید کړي.

دغه خبری اژانس دا هم وایی چې سعودی عربستان کولای شی چې د لسو میاشتو لپاره هره میاشت د سل میلیونو ډالرو په ارزښت د نفتی توکو اضافي مرسته وکړی.

داسې هم ویل کیږي چې د سعودي عربستان له خوا به دغه مرستې په دوو ورځو کې اعلان شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سعودي او پاکستان د مالیې وزارتونو په سمدستي توګه د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.
دا خبره مهمه ده چې په اپریل کښې په پاکستان کښې د نوي حکومت پیل په مهال سخت اقتصادي ستونزې رامخې ته شوي دی، د آیی ایم ایف سره د مرستو معاهده پیل کیدو او عملي کیدو پس وس د هیواد معیشت وضع ښه شوي دې، د پاکستان روپۍ هم د ډالر په مقابله کښې قوی شوې ده او عام اولس او سوداګر ډاډمن شوي دي چې د پاکستان معیشت به په راتلونکې وخت کښې نور هم ښه شي.
…………………………………
نور خبرونه

سعودي عربستان چارواکو او پاچا د پاکستان آزادۍ ورځ موقع ځانګړې پیغام او مبارکي ورکړې ده

ګوګل هم پاکستان او پاکستانیانو ته آزادۍ او خپلواکۍ ورځ مبارکي ورکړې ده

Leave a reply