خیبر پښتونخوا کښې چې نن سبا بدې پیښې روانې دي نو دا هم یو سازش دې، دې پیښو سره زمونږ په ګوند فشار راولي: عمران خان
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف عمران خان خبري غونډې ته وینا کوي، هغه اوویل چې د توشه خانې څخه ی د قانون مطابق ډالۍ اخستي دي.
عمران خان اوویل چې افغانستان په جنګ کښې مونږ ته ډیر زیان ورسیدو ، هغه اوویل چې ۲۰ ملیارده ډالره زیان ورسیدو او زمونږ ۸۰ اتیا زره وګړي هم د ترهګرۍ به ضد جنګ کښې ژوند له لاسه ورکړو.
هغه اوویل چې نن سبا په خیبر پښتونخوا کښې د بدو پیښو په اړه هم یو سازش روان دي او زمونږ ګوند په دې بده پیښو باندې فشار رواړلې شي.
عمران خان اوویل چې ددې ملک پاکستان د ټولو لوی ګونډ د کمزوري کولو هڅې روانې دې، هغه اوویل چې دوی غواړي چې پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف بیا راولي، هغه اوویل چې هیواد سره مینه د هغه خلقو ده چې په دې ملک کښې ژوند کوي، هغه اوویل چې زما ژوند او مرګ په پاکستان کښې دې او زه پاکستان سره مینه لرم چې پاکستان پرمختګ وکړي، دې ملک کښې د سیاست قوي کولو ته اړتیا ده.