د پاکستان مرستې به د افغان اولس سره جاري وی: په کابل کښې د پاکستان سفارتخانه
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفارتخاني نه یوه مراسله جاري شوي ، په مراسله کښې وایی چې د پاکستان د طرف نه په تورخم لاره افغان اولس ته مرستې ولیږل شوې، په دې مرسته کښې خوراکي توکي او داروګان شامل وو. .
یاده دې وي چې د امرسته د پاک افغان تعاون فورم له طرف نه د ځپلي افغانستان اولس سره اوشوه. دې نه واړندې هم د پاک افغان تعاون فورم له طرف نه په ټنونو امدادي سامان د پاکستان هوایی ځواک په الوتکوکښې کابل، کندهار او خوست ولایتونو ته رسول شوې دې.
دا امدادي سامان په تورخم پوله په جلال آباد کښې د پاکستان قونصل جنرل عابدالله او افغان چارواکو وصول کړو او د پاکستان او پاک افغان تعاون فورم د مشرانوستاینه ی وکړه چې په دې سخت وخت کښې ځپلی افغان اولس سره د خوراکي توکو او داروګانو مرسته وکړه.
Pakistan sends humanitarian assistance to Afghanistan through Torkham border pic.twitter.com/kEVF4ADFd8
— Pakistan Embassy Afghanistan (@PakinAfg) September 19, 2021
Pakistan today started humanitarian supplies to Afghanistan through Torkham. Our CG Jalalabad Abidullah received 13 trucks of food items from Pak-Afghan Cooperation Forum for dispatch to different Afghan provinces @SMQureshiPTI @ForeignOfficePk @PakinAfg pic.twitter.com/4jcfPznNbK
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) September 19, 2021