د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي طالبانو سره یې د ټول شموله حکومت جوړېدو په هکله خبرې شروع کړي دي

0
79

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي چې طالبانو سره یې  ټولشموله حکومت جوړېدو په هکله خبرې شروع کړي دي

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي چې له څه وخت نه راپه دې خوا عمران خان د افغانستان مسئلې په هکله بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل، اوس دی وايي چې طالبان باید ټولشموله حکومت جوړ کړي.

 

(2021 / 9 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي چې له څه وخت نه راپه دې خوا عمران خان د افغانستان مسئلې په هکله بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل، اوس دی وايي چې طالبان باید ټولشموله حکومت جوړ کړي.

عمران خان نن شنبه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په ځانګړي ډول د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره یې په دې اړه اوږده بحثونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “په دوشنبه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادو له مشرانو په ځانګړي ډول د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر اوږدو بحثونو وروسته، ما له طالبانو سره د یو ټول شموله افغان حکومت په اړه خبرې پيل کړي دي چې تاجک اوزبک او هزاره پکې شامل وي.”

د پاکستان صدراعظم ویلي چې تر ۴۰ کلن تاوتریخوالي وروسته دا ټول شمولیت د باثباته افغانستان تضمین کوي.

هغه ویلي چې ټول شموله حکومت نه یوازي د افغانستان بلکې د سیمې په ګټه هم دی.

د طالبانو ۳۳ کسیزه سرپرسته کابینه د روانې وږې میاشتې پر ۱۶مه نېټه اعلان کړه چې ټولې څیرې یې د طالبانو غړي او یا ورپورې تړلي کسان دي او په ټوله شموله حکومت باندې د نړیوال ټینګار برعکس له طالبانو پرته بله څیره، اقلیتونه او یا ښځې د دوی په کابینه کې ندي شاملې شوي.

ملا محمد حسن اخند د «اسلامي امارت» رئیس الوزرا‌ء، ملا غني برادر او ملا عبدالسلام حنفي یې لومړي مرستیالان دي.

په نوي حکومت کې ملا امیر خان متقي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د دفاع سرپرست وزیر ټاکل شوي دي.

سراج الدین حقاني د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی. دا ټول کسان د «طالبانو د اسلامي‌ امارت» مهم اشخاص دي.

طالبانو تر دا مهاله د پاکستان د صدر اعظم عمران خان د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

Leave a reply