د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت، نواز شریف د اقتصادي ټیم په پریکړو د خفګان څرګندونه کړې

0
191

باغی ټي وي رپورټ
په ملک کښې د روان خراب اقتصادي وضعیت له امله نواز شریف هم د معاشي ټیم غړیو د ناکامې په اړه د خفګان څرګندونه کړې ده.
د سرچینو مطابق پي ډي ایم د خراب اقتصادي وضعیت په اړه یوه مهمه پریکړه کړې ده.
د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ (PDM) دوه ورځنۍ سرمشریزه د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو په اسلام اباد کې رابلل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دې غونډه کې به پیپلز ګوند، متحده قومي موومنټ او عوامي نېشنل ګوند هم ګډون کوي.

دسرچينو ترمخه په غونډه کې به دملکي سياسي صورتحال جائزه اخستل کيږي اؤ په دې اړه به ګډې پريکړې کولى شي، دوزيراعظم نوازشريف په لارښوونه به په غونډه کې دخزانې وزير اؤ اقتصادي ټيم هم برخه اخلي.
سرچينې زياته کړې، چې د نواز شريف په لارښوونه به په دې غونډه کې د حکومت د انرژۍ ټيم هم ګډون کوي. دسرچينو له مخې نوازشريف په تيره غونډه کې داقتصادي او انرژۍ ټيم په اړه خپله مايوسي څرگنده کړې وه.دسرچينو له مخې نوازشريف وئيلي دي چې اقتصادي ټيم دې ځمکني حقايق په نظر کې نيولو سره فيصلې وکړي، دپيټروليم مصنوعاتو بيې د لندن غونډې د وعدې خلاف زياتې شوې دي.
دا خبره مهمه ده چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان پخواني وزیراعظم میا محمد نواز شریف په یو بیان کښې ویلي وو چې زه د پاکستان ژغورنې لپاره حکومت ته راغلم، هغه زیاته کړې وه چې زه د لومړې ورځ څخه په حکومت کښې د راتلو مخالف ووم.

Leave a reply