250 ملیونه ډالر مني لانډرنګ کښې ککړ څنګه صادق او آمین کیدې شي: مصدق ملک

باغی ټي وي رپورټ
د پټرولیم ایالتي وزیر مصدق ملک د پاکستان تحریک انصاف په مشر عمران خان سختې نیوکې کړې دي.
مصدق ملک په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د ٢٥٠ ميليونو ډالرو په مني لانډرنګ کې ککړ تن څنګه صادق او آمین کیدۍ شي؟
نوموړی وويل چې عمران خان وايي عارف نقوي يې ملاتړى دى، هغه زیاته کړه چې دا هغه عارف نقوي دى چې امريکا کښې د مني لانډرنګ په تور په ٢٩٠ کاله د زنداني کیدو اشاره شوې ده.
هغه اوویل چې وزيراعظم هاوس کې دعارف نقوي عکسونه دپوښتنې کولو نښه ده، هغه زیاته کړه چې فنانشل ټائمز ممنوعه فنډ افشا کړى دې.





