د نجونو د ښوونځي نه پیلېدو د خلکو غبرګونونه راپارولي دي
د نجونو د ښوونځي نه پيلېدو د خلکو غبرګونونه راپارولي دي
وروسته تر هغه چې پوهنې وزارت د هلکانو د ښوونځي بیا پیلېدو او نجونو د ښوونځي تر دوهم امر پورې ماتلېدو خبر ورکړ ، د یو شمېر خلکو غبرګونونه راوپارېدل او د طالبانو دغه کړنه یې په ښکاره د نجونو تعلیم سره دښمني وګڼله.
(2021 / 9 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
وروسته تر هغه چې پوهنې وزارت د هلکانو د ښوونځي بیا پیلېدو او نجونو د ښوونځي تر دوهم امر پورې ماتلېدو خبر ورکړ ، د یو شمېر خلکو غبرګونونه راوپارېدل او د طالبانو دغه کړنه یې په ښکاره د نجونو تعلیم سره دښمني وګڼله.
د پوهنې وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د سنبلې د میاشتې په ۲۷ نېټه دې د هلکانو ټول ښوونځي پرانیستل شي او نجونې دې تر دوهم امر پورې ماتله شي، دغې چارې د خلکو غبرګونونه راپارول او دایې د طالبانو ښکاره دښمني له نجونو سره وګڼله، دوی وویل چې په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي هم له هلکانو جلا دي او استادانې یې هم ښځینه دي بیا ولې دوهم امر ته ماتل شي.
همدارنګه یو شمېر ښځینه فعالینو په هلکانو غږ وکړ چې د خپلو خویندو حق غوښتلو لپاره دې دوی هم ښوونځیو ته نه ځي.
تر دې وړاندې نړیوالې ټولنې هم طالبانو نه غوښتي ؤ چې د ښځو حقوق دې نه سلبوي.