ننګرهار کې چاودنې درې کسه وژلي

ننګرهار کې چاودنې درې کسه وژلي دي
ننګرهار ولایت کې نن سهار څلور پرلپسې چاودنې وشوې چې درې کسع یې وژلي او نولس نور یې ټپیان کړي دي.
(2021 / 9 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
ننګرهار ولایت کې نن سهار څلور پرلپسې چاودنې وشوې چې درې کسع یې وژلي او نولس نور یې ټپیان کړي دي.
دغه چاودنې چې نن سهار د جلال آباد ښار کې رامنځته شوې عیني شاهدان وايي چې یادو چاودنو مرګ ژوبله هم درلوده او د دوی په وینا چې دا د نښلول شوي ماین له امله رامنځته شوي دي.
د یاد ولایت امنیتي مسؤلینو په دې اړه تر اوسه څه ندي ويلي؛ خو روغتیايي کارکوونکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی ته نولس ټپیان او د دوه جسدونه وروړل شوي دي.
تر اوسه د برید مسؤلیت چا ندی متلی؛ خو تر دې وړاندې داعش ډلې ویلي ؤ چې دوی به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په طالبانو حملې کوي.
امریکا هم څه موده وړاندې ویلي ؤ چې لا هم افغانستان کې د داعش ډلې د پیاوړي کېدو خطر شته؛ خو که طالبان وغواړي دوی به ورسره د داعش په ځپلو کې مرسته وکړي.
طالبانو بیا د امریکا دا خبرې بې بنسټه ګڼلي او ویلي یې دي چې لومړی خو داعش په افغانستان کې شته نه، او که وي هم دوی یې د ځپلو پوره توان لري.