د امریکا او جاپان ترمینځ د چین او روس پر ضد اقتصادي ډایلاګ پیل شوي

0
179

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا او جاپان د اوږدمهاله متحدینو له خوا د چین او روسیې د مقابلې او پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د لوړې کچې اقتصادي خبرې اترې پیل شوې دي.

د جاپاني رسنیو په وینا، د جاپان او متحده ایالاتو تر منځ د وزیرانو په کچه د 2-2 په غونډه کې، خواوو موافقه وکړه چې د راتلونکو نسلونو لپاره د بنسټیزو سرچینو رسولو ډاډ ترلاسه کولو لپاره د ګډ ‘سیمیک کنډکټر څیړنې مرکز’ جوړ کړي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، په واشنګټن کې د دې غونډې مشري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کوله، په غونډه کې د امریکا د سوداګرۍ وزیرې ګینا رایمونډو، د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیماسا هایشي او د جاپان د سوداګرۍ وزیر کویچي هیګیودا ګډون کړی و.

په دې موقع د غونډې د پرانستلو په مهال انتوني بلنکن وويل د نړۍ د اول او دريم ستر اقتصاد په توګه دا ډېره مهمه ده چې مونږ په ګډه کار وکړو او د يو قانون پابند اقتصادي نظام دفاع وکړو.
هغه وویل چې د کوویډ – 19 او د اوکراین جګړې په څیر نړیوالو پیښو پراختیایی هیوادونه ته په ګوته کړي چې د پورونو د غیر شفاف بوجونو او د نړۍ د لومړني اکمالاتو سیسټم ضعف سره مبارزه کوي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر په اوکراین د روسیې برید د نړۍ سولې ته ننګونه وبلله، نوموړي د چین د نوم له اخیستو پرته وویل چې د اقتصادي نفوذ نامناسبه او غیر شفافه طریقې د اوسني نړیوال نظم د بدلولو لپاره یوه ستراتیژي ده، نو پکار ده چې د خپل اقتصادي او بهرنۍ تګلارې په اړه د انفرادي نه په اجتماعي توګه بحث وکړو.

د جاپانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، په جاپان کې به د سیمی کنډکټر د پراختیا د مرکز د جوړولو بهیر د روان کال تر پایه پلی شی او د ۲ نانومیټر چپس په اړه به څېړنې هم پیل شی، په داسې حال کې چې په دغه مرکز کې به د پروټوټایپ د تولید یوه لاین هم جوړ شی د سیمی کنډکټرونو تولید به هم پیل شي.

Leave a reply