د عالمی ادارې تحقیقاتي راپور د عمران خان یو سخت جرم دې
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د يو معتبر نړيوال تنظيم تحقيقاتي رپورټ د عمران نيازي په ضد یو سخت جرم دې.
وزيراعظم شهباز شريف په ټوئټر خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د نړيوال تنظيم تحقيقاتي رپورټ كښې د پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ او د لويو پيسو غير قانوني حوالې حقيقتونه په ډاګه شوي دي۔
ده ووئيل چې په رپورټ كښې حقايق په ډاګه كوي چې عمران نيازي د دروغو، تضاد او منافقت ځاله ده۔
ياده دې وي چې تېره ورځ څرګنده شوه چې په انګلستان کې د خيرات لپاره راټولې شوې پيسې پي ټي ايي ته لېږدول شوې وې.
د بريتانوي ورځپاڼې د راپور له مخې، د ابراج ګروپ بنسټګر عارف نقوي د خيرات په نوم د پي ټي اى لپاره پيسې راټولې کړې، ټي ټوئنټي سيالۍ په انګلستان کې ترسره شوې، له بېلابېلو سرچينو څخه ترلاسه شوې پيسې ی پي ټي ايي ته ي د بینک له لارې استولي.
د فنانشل ټایمز په یوه راپور کې ویل شوي چې عارف نقوي د پاکستان تحریک انصاف د بانکدارۍ لپاره د کیمن آیی لینډز یوه شرکت ووټن کرکټ لمیټډ څخه کار اخیستی.