د امریکا ګانګریس د امریکا او عربستان تر منځ هوکړې ته رایه ورکوي

د امریکا کانګریس د امریکا او عربستان تر منځ هوکړې ته رایه ورکوي
د راپورونو له مخې د نوې هوکړې له مخې امریکايي حکومت به د ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په بدل کې د عربستان د پوځي تجهیزاتو ترمیم او ساتنه کوي.
(2021 / 9 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا کانګریس د امریکا او عربستان ترمنځ نوې نظامي هوکړې ته رایه ورکوي. د راپورونو له مخې د نوې هوکړې له مخې امریکايي حکومت به د ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په بدل کې د عربستان د پوځي تجهیزاتو ترمیم او ساتنه کوي. دا هوکړه کانګریس ته تللې ده او د کانګریس غړي به رایه ورکوي. دا واک ته د بایډن تر رسېدو وروسته د عربستان او امریکا ترمنځ لومړۍ نظامي هوکړه بلل کېږي. تر دې وړاندې سعودي عربستان له ټرمپ سره د ۱۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي هوکړه او معاملات لرل چې د ارزښت له پلوه نوې هوکړه د هغې په پرتله دومره ګرانبیه نه ده. بلخوا د کانګریس ځينې غړي بیا وایي چې امریکا باید د عربستان پر وړاندې ځینې ګامونه اوچت کړي ځکه چارواکي یې د خاشقجي په قتل کې شریکان وو.
تر دې وړاندې امریکا له عربستان څخه خپل رادارونه وایستل، چې دغې چارې د نړیوالو غبرګونونه راوپارول، د ایران رئیس جمهور وویل چې امریکا له افغانستان څخه په غیر مسؤلانه توګه ووته، او له سعودي عربستان څخه یې خپل رادارونه وایستل، معلومېږي چې امریکا په ملګرتیا ټینګ هېواد ندی او هر هېواد یې په نیمه کې پریښی.






