لۀ ترکمنستان څخه زرګونه ټنه ګاز افغانستان ته راوارد شوی دی 

0
51

لۀ ترکمنستان څخه زرګونه ټنه ګاز افغانستان ته راوارد شوی دی 

سرچینې زیاته کړې، له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه مايع ګاز د شوي قرارداد پر اساس به د مایع ګاز واردوونکي شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز چې اوسمهال د افغانستان بندرونو ته رارسېدلى دى، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي.

 

(2022 / 7 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو وړاندیز تایید شو.

د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د  صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عالي مقام ارشد مشاوریت، د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت په ګډه ناسته کې له ترکمنستان څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو په اړه له دغه هېواده د مایع ګاز د واردوونکو شرکتونو ژمنې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تایید شوې.

سرچینې زیاته کړې، له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه مايع ګاز د شوي قرارداد پر اساس به د مایع ګاز واردوونکي شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز چې اوسمهال د افغانستان بندرونو ته رارسېدلى دى، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي.

په خبرباڼه کې راغلي، د دې کچې ګاز په واردېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګاز بیې د پام وړ راټيټې شي. سرچینه وایي، چې ډېر ژر به لسګونه زره ټنه نور مايع ګاز هم د هېواد بندرونو ته را ورسېږي.

Leave a reply