نړۍ دې مونږ په رسمي توګه تسليم کړي : ذبيح الله مجاهد
باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامي افغانستان د سرپرست حکومت نايب وزير اطلاعات يو شخصي ټيليويژن سره په خبروـکښې ويلي دي چې دنيا د د امارت اسلامي حکومت تسليم کړې او دا د افغانانو حق دې ـ
مجاهد اوويل چې د افغانستان په اړه د امريکا او نورې نړي انديښنې او شکونه بې ځايه دي ـ
مجاهد اوويل چې د اول نه مو دا بيان او ژمنه کړې چې د افغانستان زمکه به د هيچا خلاف هم استعمال نه شي ـ
القاعده او نور ترهګر په افغانستان کښې نشته ، مجاهد زياته کړه او وې ويل چې که دلته په غرونو کښې کوم ګروپ موجود وي نو دوى خلاف به کارواى وکړو، وې ويل چې په افغانستان کښې هيڅ کوم غيرملکي دهشت ګرد نشته او په افغانستان کښې د دهشت ګردو اطلاعات دروغ دي ـ مجاهد اوويل چې پاکستان ، قطر ،اردن او عرب امارات زمونږ مدد کړې دې ـ
مجاهد اوويل چې افغان قام وس د جنګ نه راوتلې دي او اففان اولس سره د مرستو کولو ضرورت دې ـ
دوى اوويل چې د کوم امداد اعلان چې شوې دې ، هغه امداد دې مونږ ته راکړې شي ـ