هرات؛ ترکمنستان نه ورته ۱۰۰ میګاواټه برېښنا وصل کېږي
هرات؛ ترکمنستان نه ورته ۱۰۰ میګاواټه برېښنا وصل کېږي
ياد اژانس زياتوي، د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژه د یوې اونۍ په اوږدو کې پیلېږي چې له بشپړېدو وروسته به هرات ته له ترکمنستانه ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا وارده شي.
(2022 / 7 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
برېښنا شرکت وايي، د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژې پواسطه به هرات ته له ترکمنستانه ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا وارده شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت، ترکمنستان او چالیک ترکي کمپنۍ په درې ورځنۍ غونډه کې د اندخوی ـ شبرغان ـ پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ مزي، له ترکمنستان – افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد (TAP) او نورالجهاد سب سټېشن پروژو په اړه مهمې پرېکړې کړې دي.
ياد اژانس زياتوي، د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژه د یوې اونۍ په اوږدو کې پیلېږي چې له بشپړېدو وروسته به هرات ته له ترکمنستانه ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا وارده شي.