مونږ په افغانستان کښې نور جنګ نه غواړو: د طالبانو ویاند باغي ټي وي رپورټ

مونږ په افغانستان کښې نور جنګ نه غواړو: د طالبانو ویاند
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت ویاند ذبیح الله په کابل کښې خبر غونډې په محال اوویل چې آزادې د هرچا حق دې، د الله تعالی شکر ادا کوو چې افغان ملت ته ی آزادې ورکړه. ، اسلام امارت نه غواړی چې چا سره دښمنی او جنګ وکړی.
زمونږ ځواکونو د کابل په ټولو علاقو کښې موجود دي، ټول سفارتونه او ددوی عمله د طالبانو له طرف نه محفوظه ده، ټول بهرني سفارت خانو کښې کار کوونکو ته ډاډ ورکوو چې دوی ته به هیڅ زیان و نه رسي۔





