نیوزي لینډ دوره د یو سازش لاندې ختمه شوه: شیخ رشید

0
78

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیر داخله شیخ رشید احمد په پایه تخت اسلام آباد کښې خبري غونډې ته ویلي دي چې د نیوزي لینډ کرکټ ټیم خپله دوره د یو سازش لاندې ختمه کړې ده.

شیخ وایی چې څو میاشتې مخکښې د نیوزي لینډ سیکوریټي ټیم پاکستان ته راغلې وو او هم دلته وو ، ددوی سیکوریټي ټیم کلیرینس ورکړې وو او دوی ویل چې نیوزي لینډ ټیم به د پاکستان دوره کوي.
شیخ وایی چې دوی ته هیڅ د سیکوریټي مسله نه وه او د یو سازش لاندې ی دا دوره ختمه کړه. شیخ اوویل چې لوبغاړو د دستانۍ اچولې وې او میچ کولو نه ی انکار وکړو.
یاده دې وی چې د هند د رسنې رپورټ چې یوه میاشت مخکښې چاپ شووو وو، دا لیکلي وو چې یوه میاشت پس د نیوزي لینډ کرکټ ټیم د پاکستان دوره کوي او ترهګر به د نیوزي لینډ ټیم په نښه کړي

Leave a reply