کندز؛ د امنیتي ځواکونو پۀ عملیاتو کې د داعش ډلې څو کسه وژل شوي دي 

0
86

‏د ا.ا مطبوعاتي دفتر وايي، چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په قنجغه سیمه کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د د.اع.ش یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.

(2022 / 7 / 17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

‏د ا.ا مطبوعاتي دفتر وايي، چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په قنجغه سیمه کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د د.اع.ش یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.

‏ياد دفتر ویلي، چې په یاد مرکز کې درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.
مسؤلین وايي، چې دغو کسانو څه موده وړاندې پر ازبکستان او تاجکستان راکټي بریدونه کړي وو او بیا یې هم پر یادو هېوادنو د برید پلان لاره.

Leave a reply