روسیه: اړ یو چې طالبانو سره په اړیکه کې پاتې شو

0
225

روسیه: اړ یو چې طالبانو سره په اړیکه کې پاتې شو

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې دوی اړ دي چې باید طالبانو سره اړیکه ولري، ځکه په وینا یې طالبان اوس په افغانستان کې حاکم دي.

 

(2021 / 9 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې دوی اړ دي چې باید طالبانو سره اړیکه ولري، ځکه په وینا یې طالبان اوس په افغانستان کې حاکم دي.

پوتین ویلي چې افغانستان کې د نظام بدلون او د طالبانو پرته د وینې له تویېدنې حاکمېدل یو مثبت ګام دی.

نوموړي همدا راز وویل چې  د بشري مرستو لپاره باید روسیه له طالبانو سره په اړیکه کې واوسي.

تر دې وړاندې روسيې ویلي ؤ چې دوی به طالبان په رسمیت نه پېژني.

Leave a reply