روسیې ویلي چې امریکا سره مخامخ جګړې ته نیږدې شوي دي

روسیې ویلي چې امریکا سره مخامخ جګړې ته نیږدې شوي دي
زخارووا دغه راز یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې اوکراین کې یې جګړه په ګټه مخته ځي او په خبره یې که چېرته امریکا او ملګري یې ونه غواړي چې دا جګړه اوږده شي نو ډېره ژر پای ته رسېدلی شي.
(2022 / 7 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وایي چې واشنګټن او ملګري هېوادونه یې له مسکو سره مخامخ جګړې ته نږدې شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې امریکا او متحدین یې په خطرناکه توګه د دغه هېواد سره مستقیمي جګړې ته نږدې شوي دي او خبرداری یې ورکړی دی چې دغه جګړه به اټومي جګړه وي.
نوموړې زیاته کړې ده چې که چېرته امریکا او متحدین یې د روسیې پر وړاندې خپلو خصمانه سیاستونو ته دوام ورکړي نو دوی به یې هم پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
زخارووا دغه راز یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې اوکراین کې یې جګړه په ګټه مخته ځي او په خبره یې که چېرته امریکا او ملګري یې ونه غواړي چې دا جګړه اوږده شي نو ډېره ژر پای ته رسېدلی شي.






