د امریکا د استازو جرګې ځینو غړو د بایډن پر ادارې د افغانستان پۀ اړه پر چوپتیا توندې نیوکې کړي 

0
165

د امریکا د استازو جرګې ځینو غړو د بایډن پر ادارې د افغانستان پۀ اړه پر چوپتیا توندې نیوکې کړي 

دغه استازي وایي چې د افغانستان د مسئلې یو کال پوره کېږي خو د بایډن ادارې تر اوسه خپل ولس او امریکایي استازو ته د خپل اقدام او شرموونکو پرېکړو په اړه هېڅ راز وضاحت نه دی ورکړی.

 

(2022 / 7 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بایډن اداره دې د افغانستان په اړه چوپتیا نه غوره کوي. امریکایي استازو او د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو په یوه اعلامیه کې ویلي چې له افغانستان وتل او له شرمه ډک د تخلیې ماموریت د بايډن د ادارې پر لمن تور داغ دی او په دې اړه یې چوپتیا نوره د زغم وړ نه ده.

دغه استازي وایي چې د افغانستان د مسئلې یو کال پوره کېږي خو د بایډن ادارې تر اوسه خپل ولس او امریکایي استازو ته د خپل اقدام او شرموونکو پرېکړو په اړه هېڅ راز وضاحت نه دی ورکړی.

امریکایي استازي وایي د بایډن اداره د افغانستان په مسئله کې ځواب ویوونکې ده او دوی به ارو مرو د امریکايي حکومت اوسنۍ چوپتیا ماتوي.

Leave a reply