اسریل ایران ته ګواښ کړې خو سعودي عربستان ته ی د سولي پیغام ورکړې

باغی ټي وي رپورټ
د اسرایل چارواکو په منځني ختیځ کښې د سعودی عربستان ته د سولي پیغام ورکړي دې خو ایران ته ی د اټومي پروګرام ته دوام ورکولو په وج ګواښ کړې دې.
د بي بي سي راپور مطابق
د اسرایل لومړي وزیر چې د ایران اټومي دوسیه دې بېرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې او په ایران دې بندیزونه واپس ولګول شي.
د بي بي سي راپور مطابق ښاغلي لاپېډ ویلي چې جو بایډن سره به یې د بحث او خبرو “لومړۍ او تر ټولو مهمه” موضوع ایران وي.
هغه همدا راز له اسرائیل وروسته سعودي عربستان ته د ښاغلي بایډن پلان شوي سفر ته په اشارې وویل چې “هغه به زمونږ لخوا د سولې او هیلو پيغام یوسي..
د امریکا ولسمشر جو بایډن په راتلونکې چارشنبه د منځني ختیځ سفر له اسرائیلو پیل کړي او سعودي عربستان ته به هم لاړ شي.
د راپور مطابق بایډن هم واشنګټن پوست ورځپاڼه کې په یوه بیان کښې ویلي دي چې تر هغې چې ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون باندې د درېدو ته چمتو شوی نه وي، د ده حکومت به پرې د اقتصادي او دېپلوماتیکو فشارونو ته دوام ورکړي.
د سعودي عربستان لپاره د اسرایل امن او سولې پیغام
د بي بي سي راپور مطابق د اسرائیلو لومړي وزیر تر دغه هېواد وروسته سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر پلان شوي سفر ته په اشارې وویل چې هغه به سعودي عرب ته زمونږ د امن او سولې بیغام ورسوي. د راپور مطابق ښاغلي لاپېډ ویلي اسرائیل د سیمې ټول هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او دوی ته د امن او ملګرتیا لاس غځوي.





