طالبان وايي هلمند ولایت کې مو د تاریخي ودانۍ د ورانولو مخه نیولې

0
287

طالبان وايي هلمند ولایت کې مو د تاریخي ودانۍ د ورانولو مخه نیولې ده

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر خپور شو چې طالبانو د هلمند  ولایت ګرشک ولسولۍ بالاحصار ورانوي او پر ځای یې مدرسه جوړوي.

 

(2021 / 9 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر خپور شو چې طالبانو د هلمند  ولایت ګرشک ولسولۍ بالاحصار ورانوي او پر ځای یې مدرسه جوړوي.

یو شمېر افغانانو د دې خبر تر اورېدو وروسته له طالبانو وغوښتل چې د یادې تاریخي کلا چې تقریباً ۱۷۳ کاله لرغونتیا لري د ورانېدو مخه ونیسي، تازه د طالبانو فرهنګي کمېټې ویلي چې د یادې کلا د ورانېدو مخه یې نیولې ده.

تر دې وړاندې هم طالبانو د تاریخي ځایونو د ساتنې په اړه خلکو ته ډاډ ورکړی ؤ.

 

Leave a reply