هيواد ته راليږل شوې مرستې دې لومړې پنجشير ته ورسول شي: مولا محمد حسن اخوند
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د سرپرست حکومت مشر ملا محمد حسن اخوند حکم جارې کړې چې د پنجشير اولس سره د مرستې وکړې شي ـ
ريس الوزرا اخوند ويلي چې مرستې دې په مستحق وګړو اوويشل شې او په پنچشير کښې دې په مخبراتي شبکو لګول شوې پابندي لرې کړې شي ـ
اخوند ويلي چې په کابل او نورو ولايتونو کښې د امنيت خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخستل شي ـ اخوند حکم کړې هيواد ته راليږل شوې بشري مرستې دې د پنچشېر اولس ته ورسول شي او په مستحقو وګړو دې تقسيم شي ـ